IQNA

  په کالیفرنیا پوهنتون کې د قرآن کریم سپکاوی غندل شوی

14:33 - May 20, 2025
د خبر لمبر: 3491145
ایکنا -  د اسلامي-امریکائي اړیکو شورا د امریکا په کلیفرنیا پوهنتون کې د قرآن کریم سپکاوی په کلکه غندلی دی. 

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د اسلامي-امریکايي اړیکو شورا (CAIR) د لس‌انجلس  په کالیفرنیا پوهنتون (UCLA) کې د قرآن کریم سپکاوی غندلی دی. 

د دغه سپکاوي انځورونه د یوه کس له لورې د UCLA پوهنتون د ردیت چینل په اکاؤنټ کې خپاره شوي وو. دغې شورا د دغه پوهنتون د مسلمانو محصلینو ټولنې (MSA) غوښتنې تکرار کړې چې په پوهنتون کې د اسلام‌ فوبیا یا اسلام ضده بهیر د زیاتېدونکې اندېښنې په اړه څېړنې وشي. 

په یوه پوسټ کې چې د تیرې پنجشنبې په ورځې، د څو اکاؤنټونو له لارې شریک شوی و، یوه ناپېژاندلې کس قرآن کریم تر پښو لاندې کړی او د هغه پاڼې ئې شلولې وې. 

دغې شورا اعلان وکړ: دا پېښه د مسلمانو محصلینو ترمینځ د اندېښنې او غوسې څپې راپارولې، په تیره بیا  وروسته له دې  چې دا پوسټونه خپاره شول او خلک ئې دغه توهین ته هڅول. دا د پوهنتون په کچه د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې تر خطرناکه حده د  زیاتوالي نښه ده، حال دا چې د پوهنتون اداره، سره له دې چې په تکرار سره د نظر او اقدام غوښتنه شوې، چوپه خوله پاتې ده. 

په ورته وخت کې، شاهدانو  راپور ورکړی چې یو ناپېژاندلی کس د پوهنتون په انګڼ کې لیدل شوی چې د دیکسون کورټ شمالي ساحې کې د فلسطین پلوه مظاهره‌کوونکو پر وړاندې تحریکوونکي بیانات ئې  کارولي، چې دا د مسلمانو محصلینو پر وړاندې د ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتوي. 

د UCLA د مسلمانو محصلینو ټولنې د تېر کال په اوږدو کې په پوهنتون کې د اسلاموفوبیا د زیاتېدونکې اندېښنې په اړه ویلي او د پوهنتون له ادارې ئې سمدستي غوښتنه کړې چې د دغو  پرله‌پسې بریدونو د مخنیوي لپاره دې مشخص اقدامات وکړي. 

له بلې خوا، د لس‌انجلس د اسلامي-امریکايي اړیکو شورا د مدني حقونو وکیله او مدیره دینا شحاته،وائي؛ دا پېښې جلا پېښې نه دي، بلکې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې د زیاتېدونکې څپې برخه دي، چې د پوهنتون اداره ئې له پامه غورځولې او د محصلینو د امنیت او تعلق احساس ئې له ګواښ سره مخ کړی دی. 

محکومیت هتک حرمت قرآن در دانشگاه کالیفرنیا

شحاته دا اقدامات د پوهنتون په چلند کې دوه‌ګونی معیارونه وبلل، ځکه مخکې له دې، د امنیت د ساتنې په پلمه، د فلسطین پلوه مظاهرې په چټکۍ سره وځپل شوې، خو په پوهنتون کې د اسلامو ‌فوبیا د زیاتېدو په وړاندې ورته غبرګون نه دی ښودل شوی. 

د لاس‌انجلس د اسلامي-امریکايي اړیکو شورا (CAIR) په یوه رسمي اعلامیه کې د UCLA له ادارې غوښتي چې د اسلام ضد پېښو په غندلو کې روښانه دریځ غوره کړي، د مسلمانو محصلینو د ساتنې مسؤولیت پر غاړه واخلي، او د دوی د امنیت او عزت د تضمین لپاره  دې سمدستي اقدامات وکړي.

  https://iqna.ir/fa/news/4283341  

captcha